Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د ایران یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راغلی.
۲۴ سنبله ۱۴۰۴

د ایران یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راغلی.


د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر سید محمد اتابک په مشرۍ لوړپوړی پلاوی نن له غرمې مخکې کابل ته رسېدلی.

د دغه ایراني پلاوي د سفر مو د دوه اړخیزې سوداګرۍ پراختیا په موخه د ستونزو مشخصول او له منځه وړل او د ګډو پانګونو او ټرانزیټ پّ برخه کې د اسانتیاوو رامنځ ته کول دي.

ټاکل شوې دغه پلاوی اقتصادي مرستیال، د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټرولیم او د ټولګټو چارو وزیرانو او د افغانستان د خصوصي سکټور له غړو سره وګوري.

همدارنګه دغه ایراني پلاوی به هرات ولایت ته هم سفر وکړي او د اورګاډي له پټلۍ، کانونو او د اسلام‌کلا له بندر څخه به لیدنه ولري.

د یادونې ده چې د ایران د پارلمان غړي او د خصوصي سکتور استازي دغه پلاوي کې حضور لري.

مطالب

د ایران یو لوړپوړی
پلاوی کابل ته راغلی

دا خبر نورو سره شریک کړئ