Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د زینت راډیو پېژندنه

زینت راډیو د افغانستان په لوګر ولایت کې په کال ۱۳۸۷ لمریز کې په فعالیت پیل وکړ او د هیواد نافذه قوانینو او ارزښتونو په پام کې نیولو او رسمي جوازونو په ترلاسه کولو سره بېلابېلې دیني، اسلامي، ښوونیزې، ټولنیزې، کرنیزې، خبري روغتیایي، اقتصادي، ورزشي او کلتوري خپرونې د اِف اِم پر 105.7 څپو خپروي.

زینت راډیو په لوګر کې، له لومړنیو راډیوګانو څخه ده، چې د دې ولایت په ګډون د ګاونډیو ولایتونو(پکتیا، میدان وردګ، کابل) په زینو ولسوالیو او ډیری سیمو کې اوریدونکي او مینه وال لري، چې شمېر یې ۷سوه زروته رسیږي.

زینت راډیو په بشپړه توګه يوه خپلواکه او بې پرې راډیوده، چې په هيڅ يوې سياسي ډلې او يا کوم سوداګريز سازمان پورې تړلې نه ده.

د زینت راډیو موخه

له پيل راهيسې د یادې راډیو موخه داده، چې له خلکو سره مرسته وکړي او هغوى په خپل ژوند کې پراخې ونډې اخيستلو ته وهڅوي. دغه راډیو په خپل خبري پوښښ او د بېلابېلو اغیزمنو خپرونو په وړاندې کولو سره توانېدلې، چې په ټول ځواک د خلکو د رښتيني غږ په پورته کولو کې اغیزناکه ثابته شي او د هغوى ستونزې له چارواکو سره شريکې او د چارواکو له کړنو يې خبر کړي.

همدغو موخو ته په پام دغه راډیو د ارزښتونو د ودې، د بشري حقونو د رعايت او د قانون د پلي کولو لپاره هڅې کوي، خلک له خپلو حقونو خبروي او د افغانستان د حالاتو او پېښو رښتينى او روښانه انځور هیوادوالو او نړیوالو ته وړاندې کوي.

زینت راډیو، د خپلې مسلکي کاري ډلې پر مټ توانیدلې چې له خلکو سره د پېښو په اړه کره، دقيق او بې پرې معلومات شريک کړي او د دوی غږ ته په مسلکي ډول د ژورنالېزم د اساساتو او معیارونو په رڼاکې انعکاس ورکړي؛ چې دې برخې ته د یادې راډیو ټول ټېم لاهم ژمن دی.

د زینت راډیو اوریدونکي/څارونکي اوس کولى شي، چې له دغو اسانه لارو څخه د لوګر، افغانستان، سیمې او نړۍ مهم خبرونه، راپورونه او معلومات ترلاسه کړي.

د اړیکو معلومات

ویب سایټ

www.zinatfm.com

برېښنالیک پته

zeenat.radio@gmail.com