Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

سنټکام: د امریکا بندیز د ټولو هېوادونو کښتیو باندې پلی کېږي.
۲۶ حمل ۱۴۰۵

سنټکام: د امریکا بندیز د ټولو هېوادونو کښتیو باندې پلی کېږي.

د امریکا مرکزي قومنداني (سنټکام) ویلي چې د ایران پر بندرونو لګول شوی بندیز «په بې پرې ډول د ټولو هغو کښتیو پر وړاندې عملي کېږي چې د ایران ساحلي سیمو یا بندرونو ته داخلېږي یا ترې وځي.»

په بیان کې ویل شوي چې د امریکا د سمندري ځواکونو لارښود توغندیز ویجاړوونکې بېړۍ (guided-missile destroyers)  هم د دې بندیز د پلي کولو لپاره کارول کېږي.

سنټکام زیاته کړې چې یوه عادي ویجاړوونکې بېړۍ له ۳۰۰ څخه زیات سمندري سرتېري لري چې د بریدیزو او دفاعي سمندري عملیاتو په ترسره کولو کې لوړ مهارت لري.

مطالب

سنټکام: د امریکا بندیز
د ټولو هېوادونو کښتیو باندې پلی کېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ