Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې په ۴ میلیون افغانیو د دوو پروژو چارې پيل شوې.
۱۸ میزان ۱۴۰۴

لوګر کې په ۴ میلیون افغانیو د دوو پروژو چارې پيل شوې.



د لوګر مرکز پل‌علم ښار او خوښۍ ولسوالي کې د ۴ میلیون افغانیو په ارزښت د دوو ټولګټو پروژو چارې پیل شوې.

د لوګر د ټولګټو رییس مولوي جنت ګل سراج په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته ویلي، دغو پروژو کې د لوړتناژ «تلې» ته د ۱۵۰ مترو په اوږدوالي د کانکریټي سړک جوړول او د خوښۍ ولسوالي په عمومي سړک د پنځو ویجاړو شویو پلچکونو بیارغول شاملیږي.

د یادو پروژو چارې به تر راتلونکو دریو میاشتو بشپړې شي.

د لوګر د والي مرستیال مولوي محمد انور دین‌پرور وویل، د دغو پروژو له بشپړېدو سره به ولس ته پراخې اسانتیاوې رامنځته شي.

هغه د لوګر له اوسېدونکو وغوښتل چې د بیارغاونې په برخه کې له دولتي ادارو او مؤسساتو سره همکاري وکړي.

د لوګر د ټولګټو چارو ریاست د مالوماتو له‌ مخې، دغه ولایت کې دامهال د ۱.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت د سړکونو په برخه کې د یو شمېر نورو پروژو چارې روانې او یا هم تر پلان لاندې دي.

مطالب

لوګر کې په ۴ میلیون افغانیو
د دوو پروژو چارې پيل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ