امریکا په غزه کې د جګړې د پای ته رسېدو طرحې د دویم پړاو د پیل خبر ورکړی.
په منځني ختیځ کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د منځګړیتوب طرحې د دویم پړاو د پیل خبر ورکړی دی.
د الجزیرې د راپور له مخې، په منځني ختیځ کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیو ویتکاف وایي چې د غزې لپاره د ټرمپ شل مادهییز پلان د عملي کېدو په حال کې دی.
هغه څرګنده کړې چې په دویم پړاو کې پر فلسطین د حکومت او «د غزې د بیارغونې او بېوسلې کولو» لپاره یو انتقالي حکومت جوړ شي.
نوموړي زیاته کړې: «امریکا تمه لري چې حماس پر خپلو ټولو ژمنو ته په بشپړ ډول عمل وکړي چې پکې د وروستي مړه شوي یرغمل د جسد سمدستي سپارل هم شامل دي.»
خو تر اوسه حماس د ویټکاف د څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
په راپور کې راغلي چې اسراييل د تېر میلادي کال د اکټوبر له میاشتې راهیسې، چې د امریکا په منځګړیتوب اوربند پلی شوی، په ځلونو یې اوربند نقض کړی چې له امله یې تر ۴۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي او دې سیمې ته د حیاتي بشري مرستو د داخلېدو مخه هم نیول شوې ده.