Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د برکي برک ولسوالۍ د اسفالټ سړک د پروژې  ۳۰ سلنه چارې بشپړې شوې.
۱ اسد ۱۴۰۵

د برکي برک ولسوالۍ د اسفالټ سړک د پروژې ۳۰ سلنه چارې بشپړې شوې.

د لوګر ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي نورالله حکمت او د ریاست انجنیري ټیم د برکي برک ولسوالۍ د بازار له څلورلارې څخه تر شیخ خېل کلي پورې د ۹.۷۹۵ کیلومتره اسفالټ سړک د جوړولو پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه.

د مسؤلینو په وینا، د پروژې شاوخوا ۲۰ تر ۳۰ سلنه چارې بشپړې شوې او کارونه د تخنیکي پلان او نقشې له مخې پر مخ روان دي.

د څارنې پر مهال د تطبیقوونکي شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه چې د پروژې چارې په ټاکلي وخت، لوړ کیفیت او تخنیکي معیارونو سره بشپړې کړي، څو خلکو ته غوره ترانسپورتي اسانتیاوې برابرې شي.

مطالب

د برکي برک ولسوالۍ د اسفالټ سړک
د پروژې ۳۰ سلنه چارې بشپړې شوې.

دا خبر نورو سره شریک کړئ