Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کندهار کې د کانګو ناروغي د مخنیوي کمپاین تطبیق شوی.
۳ جوزا ۱۴۰۴

کندهار کې د کانګو ناروغي د مخنیوي کمپاین تطبیق شوی.

د کندهار په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په مالي ملاتړ او د کرنې ریاست تر چتر لاندې د کانګو ناروغي د خپرېدو مخنیوي لپاره وقایوي کمپاین پلی شوی دی.

یاد کمپاین د مالدارۍ امریت مسلکي وترنرانو او پاراوترنرانو په تخنیکي همکارۍ، د کندهار ښار ترڅنګ، زېړۍ، ډنډ، ارغنداب او سپین‌بولدک ولسوالیو کې تطبیق شوی.

د کندهار د کرنې ریاست ویاند محمدحنیف حقل وایي: «دغه وقایوي کمپاین چې شاوخوا دوه میاشتې یې دوام وکړ، د څارویو ۴۶۰ فارمونه درمل پاشي شول، څو د کانګو ناروغۍ خپرېدو ته د پای ټکی کښېښودل شي.»

دغه کمپاین د ویروسي ناروغیو مخنیوی، د واښو سپوږدو له‌منځه وړل او څارویو ته د پاک، صحي او خوندي چاپېریال برابرول وو.

حقمل وویل: «د کندهار کرنې ریاست له‌ خوا د مالدارۍ سکتور ته ځانګړې پاملرنه شوې چې له امله یې د وروستي یوهکال په موده کې زرګونه څاروي د طاعون، چیچک، طبق، چنجیو ضد او نورو ناروغیو پر ضد واکسین شوي. دغه ډول وقایوي اقدامات نه یوازې د څارویو د مړینې کچه راټيټه کړې، بلکې د مالدارۍ د پایښت او سالم پرمختګ لپاره بنسټیز ګامونه بلل کېږي.»

په ورته مهال د زېړۍ ولسوالي یوه مالدار حاجي عبدالحنان رسنیو ته وویل: «پخوا به مو ډېری غواوې ناروغېدې او تولید یې کم و، خو له کله چې دا وقایوي خدمات پیل  شوي، زموږ څاروي ډېر روغ رمټ دي او موږ له دې خدماتو خوښ یوو.»

د کندهار کرنې برخې چاروالي وايي، د روغتیايي وضعیت ښه‌والي له امله، نه یوازې د څارویو مړینه کمه شوې، د غواګانو د شیدو تولید کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی.

د مالدارۍ امریت مسلکي وترنر، ډاکټر نجم‌الدین وایي: «کله چې څاروي له ناروغیو خلاص وي، طبیعي ده چې تولید یې لوړ شي. زموږ وروستي څارنې ښيي چې شیدو تولید دپخوا په پرتله  زیات شوی دی.»

د کانګو ناروغۍ د مخنیوي دا وقایوي کمپاین نه یوازې د عامې روغتیا د خوندیتوب لپاره ارزښتناک دی، د مالدارۍ د پایښت، د لبنیاتو د تولید د زیاتوالي او د مالدارانو د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي لپاره یو مثبت پرمختګ بلل کېږي.

مطالب

کندهار کې د کانګو ناروغي
د مخنیوي کمپاین تطبیق شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ