Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اقتصادي معاونیت: یوشمېر پانګوالو ته ۵کلن مالیاتي معافیت ورکول کیږي.
۲۴ سنبله ۱۴۰۴

اقتصادي معاونیت: یوشمېر پانګوالو ته ۵کلن مالیاتي معافیت ورکول کیږي.


د ریاست‌ الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، یوشمېر پانګوالو ته پنځه کلن مالیاتي معافیت ورکول کیږي.

اقتصادي معاونیت نن (دوشنبه، سنبله ۲۴) یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه معافیت هغو پانګوالو ته ورکول کیږي چې بېلا بېلو ولایتونو کې د سړوخونو جوړولو په برخه کې پانګونه کوي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې: «د ستونزو مخنیوي په موخه، هر شرکت یا انفرادي متشبث چې د سړو خونو جوړولو په برخه کې پانګونه وکړي، پنځه کاله مالیاتي معافیت ورکول کیږي.»

اقتصادي معاونیت زیاته کړې چې د سړو خونو نه‌شتون، د ګاونډیو هېوادونو له لوري پر کرنیزو محصولاتو د موسمي تعرفو لګول او د سوداګریزو لارو تړل کېدل، ملي اقتصادي، کرنیز محصولات او کروندګر له مالي زیانونو سره مخ کړي.

د خبرپاڼې له مخې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند ځمکو کې د سړو خونو او کارخونو د جوړولو طرحه هم تائيد شوې ده.

هېواد کې د لویو او معیاري سړو خونو نه‌شتون لامل شوی چې کروندګر او سوداګر میوې او نور کرنیز محصولات په ارزانه بهیر بهر ته صادر کړي او وروسته همدغه توکي په لوړه بیه بیرته را وارد کړي.

مطالب

اقتصادي معاونیت: یوشمېر پانګوالو ته
۵کلن مالیاتي معافیت ورکول کیږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ