Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

میدان‌وردګ کې دوه نجونې څاه ته لوېدلي او مړې شوي.
۵ جوزا ۱۴۰۵

میدان‌وردګ کې دوه نجونې څاه ته لوېدلي او مړې شوي.

د میدان وردګ د چک ولسوالۍ د عربانو حوزې اړوند «ځول» کلي کې دوه کوچنۍ نجونې څاه ته د لوېدو له امله مړې شوي.

د چک ولسوالۍ مرستیال صبغت‌الله وهاج رسنیو ته ویلي، دغه پېښه تېره ورځ رامنځته شوې چې په‌کې یوې ۸ کلنې او یوې یو کلنې نجلۍ ژوند له لاسه ورکړی.

د نوموړي په وینا، د دواړو ماشومانو جسدونه د سیمې اوسېدونکو له څاه را ایستلي.

ځايي مسوولانو له کورنیو غوښتي چې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره د اوبو څاه‌ګانې خوندي او پوښلې وساتي، ترڅو ماشومان له احتمالي خطرونو خوندي پاتې شي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم یو شمېر نورو ولایتونو کې د ورته پېښو له امله ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

مطالب

میدان‌وردګ کې دوه نجونې
څاه ته لوېدلي او مړې شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ