د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ اړوند د سبسټېشن او د برېښنا لېږد مزي جوړولو د پانګونې تړون لاسلیک شوه.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار، د غضنفر ګروپ شرکت له عمومي رئیس محمد اسماعیل غضنفر سره د پانګونې له لارې د لوګر اړوند د محمدآغې سبسټېشن د جوړولو تړون لاسلیک کړه.
د یاد اتړون له مخې به د ۱۲۶ مېګاولټ امپیر په ظرفیت سبسټېشن او همدارنګه له دغه سبسټېشن څخه تر موجوده ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي پورې د ۲۲۰ کیلوولټ نوې برېښنا لېږد کرښه جوړه شي.
د چارواکو په وینا، د دې پروژې له لارې به د لوګر ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه، چې دا مهال یې د جوړولو چارې روانې دي، برېښنا جذب او د سیمې پېرودونکو ته ووېشل شي.
ټاکل شوې ده چې د یاد سبسټېشن او برېښنا لېږد مزي د جوړولو چارې به د موافقتنامې له لاسلیک وروسته د ۱۵ میاشتو په موده کې بشپړې شي، چې ورسره به د محمدآغې ولسوالۍ صنعتي پارک او زرګونه پېرودونکي د دوامدارې برېښنا له نعمته برخمن شي.