Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډله نن له سریلانکا سره تمریني لوبه کوي.
۲۴ جدی ۱۴۰۴

د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډله نن له سریلانکا سره تمریني لوبه کوي.

د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډله د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالیو ته د چمتووالي په موخه خپله دویمه تمریني لوبه نن له سریلانکا سره ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د هېواد له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډله به نن غرمه ۱۲ بجې خپله دویمه تمریني لوبه د سریلانکا له سیالې لوبډلې سره ترسره کړي.

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ دا لوبه په نمیبیا کې ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان لوبډلې د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۱مه، په خپله لومړۍ تمریني لوبه کې د اسټرالیا له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د یادونې ده، له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلو د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالۍ د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۵مه، د ۱۶ لوبډلو ترمنځ، په زمبابوې او نمیبیا کې پیلېږي.

مطالب

د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډله
نن له سریلانکا سره تمریني لوبه کوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ