Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د سختو ورښتو وړاندوینه شوې ده.
۲۴ جوزا ۱۴۰۴

د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د سختو ورښتو وړاندوینه شوې ده.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

 د دې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې سبا د سالنګونو په ګډون په بدخشان، تخار، نورستان، ننګرهار، کابل، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، سرپل، بامیان، غزني او میدان وردګو ولایت کې د ورښت او په ځینو سیمو کې د سېلابونو د راوتلو اټکل شته.

 د هواپېژندنې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې په بېلابېلو سیمو کې د ورښت کچه له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

مطالب

د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې
د سختو ورښتو وړاندوینه شوې ده

دا خبر نورو سره شریک کړئ