Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

امریکا پر ایران ۲۰۰۰ پونډه وزن‌لرونکي بمونه غورځولي.
۱۱ حمل ۱۴۰۵

امریکا پر ایران ۲۰۰۰ پونډه وزن‌لرونکي بمونه غورځولي.

پر ایران د اسراییلو او امریکا د بریدونو په لړ کې تازه راپورونه وايي چې متحده ایالاتو د ایران په اصفهان ښار کې پر یو مهم پوځي مرکز «بَنکر بَسټر» یا د ژورو هدفونو ماتولو بمونه غورځولې دي.

 وال‌سټرېټ ژورنال د یوه امریکایي چارواکي له قوله ویلي چې اصفهان کې د مهماتو یو لوی زېرمتون باندې د ۲۰۰۰ پونډه (شاوخوا ۹۰۷ کیلوګرامه) وزن لرونکي بمونه غورځول شوي او په برید کې د دغو “penetrator” یا ژورو ننوتونکو وسلو زیات شمېر کارول شوی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري په ټولنیزو رسنیو کې یوه بې‌تشریحه ویډیو خپره شوه چې په‌کې په اصفهان کې لویې چاودنې لیدل کېږي. دغه ویډیو د برید له راپورونو سره هم‌مهاله خپره شوې او د پېښې د شدت څرګندونه کوي.

اصفهان د ایران له مهمو ښارونو څخه دی چې پوځي او ستراتیژیک اهمیت لري او دا برید د امریکا او ایران ترمنځ د روانو کړکېچونو د لازیاتېدو نښه بلل کېږي.

راپورونه وایي چې دا ډول عملیات د پراخ پوځي کمپاین برخه ده چې هدف یې د ایران پوځي وړتیا کمزوري کول دي.

مطالب

امریکا پر ایران ۲۰۰۰
پونډه وزن‌لرونکي بمونه غورځولي

دا خبر نورو سره شریک کړئ