Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

تېر یوه کال کې ۴۰۰ بهرنیو سیالانیانو له غزني لیدنه کړې.
۸ حمل ۱۴۰۴

تېر یوه کال کې ۴۰۰ بهرنیو سیالانیانو له غزني لیدنه کړې.



د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حمیدالله نثار رسنیو ته وویل، تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې د زرګونه کورنیو سیلانیانو ترڅنګ، ۴۰۰ بهرنیو سیلانیانو د غزني له تاریخي سیمو لیدنه کړې ده.

هغه وویل، زیاتره بهرني سیلانیان له اروپايي، اسیايي او امریکايي هېوادونو څخه دي چې دغه موده کې یې د غزني له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې.

دغه شمېرې د ۱۴۰۲ کال په پرتله غزني کې د بهرنیو سیلانیانو په شمېر کې ۲۰ سلنه زیاتوالی ښیي.

غزني د هېواد له لرغونو ولایتونو شمېرل کیږي چې زوړ ښار، بالاحصار او د غزنویانو دورې منارونه د دغه ولایت له مهمو تاریخي ځایونو څخه دي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د هېواد بېلابېلو تاریخي سیمو او طبیعي ښکلاو څخه د لیدنې په موخه افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو راتګ زیات شوی دی.

تر دې وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولانو ویلي وو، هېواد کې سیلانیانو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه، په سیاحتي سیمو کې د معیاري هوټلونو د جوړولو چارې روانې دي.

مطالب

تېر یوه کال کې ۴۰۰
۴۰۰ بهرنیو سیالانیانو
له غزني لیدنه کړې

دا خبر نورو سره شریک کړئ