Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د لوګر چارواکي: نړیوال بنسټونه دې د خپلو فعالیتونو په اړه ولس ته معلومات ورکړي.
۱۰ میزان ۱۴۰۴

د لوګر چارواکي: نړیوال بنسټونه دې د خپلو فعالیتونو په اړه ولس ته معلومات ورکړي.

د لوګر  مرکز پل‌علم کې د ملګروملتونو د سیاسي استازولۍ په اړه جوړې شوې یوې غونډه کې د  لوګر سیمه‌ییزو چارواکو په ګډون، علماوو، قومي مشرانو، ژورنالیستانو او ځوانانو ګډون کړی وو.

جوړې شوې غونډې ته د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ریيس مولوي فیض‌الله جوهري وویل، اوس هیواد کې سراسري امنیت ټينګ شوی او نړیوال بنسټونه کولای شي چې ولس ته اساسي خدمات ورسوي.

هغه وویل، حکومت او ولس حق لري په افغانستان کې د نړیوالو بنسټونو د پروژو او فعالیتونو په اړه معلومات ولري.

نوموړي ټینګار وکړ چې اړتیا ده نړیوال بنسټونه او موسسات د ولس د اړتیا له مخې، پروژې عملي کړي او د خلکو شکایتونو ته رسېدنه وکړي.

بل‌خوا جوړې شوې غونډې ته د یوناما دفتر مرکزي زون مشرې ایوا وویل، ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ تل هڅه کړې چې په افغانستان کې عام ولس اساسي خدماتو، روغتیا، پوهنې، کرنې، بیارغاونې اوغوره حکومتوالۍ ته لاس رسي ولري.

نوموړې ټینګار وکړ چې خپلې ټولې چارې په هیواد کې له اسلامي امارت سره په بشپړې همغږۍ مخ ته وړي او تراوسه پورې په دې برخه کې کومه ستونزه هم نده رامنځته شوې.

په یاده غونډه کې د یومانا د لوګر ولایت مسؤل اسدالله زمري په افغانستان کې د یوناما ماموریت په اړه ګډونوالو ته مالومات وړاندې کړل او ورپسي په هیواد کې شته نړیوالو بنسټونو استازو لوګر ولایت کې د خپلو فعالیتونو او پلانونو په اړه مالومات وړاندې کړل.

د یادونې وړ ده، چې د ملګرو نړیوال سازمان کې د افغانستان په ګډون ۱۹۳ هېوادونه غړیتوب لري، چې اوس مهال افغانستان کې شاوخوا شلو برخو کې فعالیتونه لري.

مطالب

د لوګر چارواکي
نړیوال بنسټونه دې د خپلو فعالیتونو
په اړه ولس ته معلومات ورکړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ