Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

قاري اشرف نښتر د لوګر د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د رئیس په توګه دنده پیل کړه.
۲۵ جدی ۱۴۰۴

قاري اشرف نښتر د لوګر د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د رئیس په توګه دنده پیل کړه.

قاري محمداشرف ملنګ «نښتر» د لوګر ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست لپاره د نوي رئیس په توګه معرفي او رسماً یې په کار پیل وکړ.

د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور «دین‌پرور» تغیر او تبدیل د نظامونو یو مهم اصل بللی، او له ټولو مسؤولینو یې غوښتي چې دغه اصل ته په بشپړه معنا درناوی وکړي.

نوموړي د نوي رئیس د پېژندګلوۍ په غونډه کې دغه راز ویلي، په اسلامي نظام کې خدمت کول یو ویاړ دی، او زیاته کړې یې ده، پر موږ او تاسو لازمه ده څو د افغانستان دردېدلي ولس ته اساسي خدمتونه وړاندې کړو.

مرستیال والي د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د مخکیني رئیس هڅې ستایلي او نوي ټاکل شوي رئیس ته یې په چارو کې د بریا هیله څرګنده کړې.

امـ.ارتي مسؤلین وایي، قاري اشرف نښتر د لوګر له پېژندل شویو مـ.جاهدینو څخه دی، چې د ولایت مقام په وړاندیز د یاد ریاست لپاره ټاکل شوی دی.

مطالب

قاري اشرف نښتر د لوګر د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو
د رئیس په توګه دنده پیل کړه.

دا خبر نورو سره شریک کړئ