Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

سېلابونو په ۱۳ ولایتونو کې ځاني او مالي زیانونه اړولي.
۹ حمل ۱۴۰۵

سېلابونو په ۱۳ ولایتونو کې ځاني او مالي زیانونه اړولي.

له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي اداره وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د سېلابونو، غره ښوېېدنې او تندر پرېوتو له امله د درنو مالي زیانونو تر څنګ ۱۷ کسان مړه او ۲۶ ټپیان شوي دي.

د یادې ادارې د اطلاعاتو او خپرونو رئیس او ویاند، حافظ محمد یوسف حماد وایي چې یاده مرګ‌ژوبله په پروان، ډایکندي، میدان‌وردګو، لوګر، هرات، فراه، غور، بادغیس، سمنګان، جوزجان، سرپل، فاریاب او لغمان ولایتونو کې اوښتې ده.

هغه په دې اړه جزییات نه دي ورکړې او زیاته کړې یې ده چې په یادو ولایتونو کې ۱۴۷ کورونه، ۸۰ کیلومتره سړکونه، ۵۸۲ جریبه کرنیزې ځمکې او ۳۱ د اوبو څاه‌ګانې او شبکې هم تخریب شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د ټولګټو وزارت هم ویلي چې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله د سرپل، بلخ او بادغیس ولایتونو ځینې لارې په موقتي ډول تړل شوې دي؛ خو د دې وزارت ټیمونو د بېرته پرانېستلو چارې په چټکۍ سره پیل کړې دي.

مطالب

سېلابونو په ۱۳ ولایتونو کې
ځاني او مالي زیانونه اړولي

دا خبر نورو سره شریک کړئ