Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

سویډن له افغانستان سره نږدې درې میلیونه ډالر مرسته وکړه.
۲۴ جوزا ۱۴۰۵

سویډن له افغانستان سره نږدې درې میلیونه ډالر مرسته وکړه.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې سويډن له افغانستان سره نږدې درې میلیونه امریکايي ډالر مرسته کړې ده.

اوچا نن (یکشنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه مرسته د سویډن له لوري د افغانستان بشري مرستو صندوق ته ورکړل شوې ده.

اوچا څرګنده کړې چې دغه مالي مرسته مرستندویو بنسټونو ته دا زمینه برابروي چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ناڅاپي بشري بحرانونو ته په چټکۍ ځواب ووايي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر زیاته کړې چې د سوېډن دغه مرسته ۲۸ میلیونه سویډني کرونه دي چې د ۲.۹۹ میلیونه امریکايي ډالرو معادل کېږي.

اوچا دغه مرسته «سخاوتمندانه» بللې او له سویډنه یې مننه کړې ده

مطالب

سویډن له افغانستان سره نږدې
درې میلیونه ډالر مرسته وکړه

دا خبر نورو سره شریک کړئ