Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

راشدخان د ۲۰ او ۵۰اوریزو لوبو لومړی توپ‌اچونکی شو.
۱۷ ثور ۱۴۰۵

راشدخان د ۲۰ او ۵۰اوریزو لوبو لومړی توپ‌اچونکی شو.

د کرکټ نړیوالې شورا «ای‌‌سي‌سي» تازه درجه‌بندۍ کې افغان لوبغاړي راشدخان په ۵۰ او ۲۰ اوریزو نړیوالو لوبو کې د توپ‌اچونې لومړی مقام خپل کړی.

مجیب‌ ځدراڼ بیا د شل‌اوریزو لوبو لسو غوره توپ‌اچونکو کې نهم ځای خپل کړی.

همدارنګه عظمت‌الله عمرزي د یو ورځنیو لوبو آلرونډرانو کې یو ځل بیا لومړی او محمد نبي درېیم او راشد خان پنځم مقامونه خپل کړي دي.

د پنځوس اوریزو لوبو په لسو غوره لوبغاړو کې بیا له افغانستان څخه بل توپ اچوونکی نشته، خو الراونډر عظمت الله عمرزی په یویشتم مقام کې دی.

مطالب

راشدخان د ۲۰ او ۵۰اوریزو
لوبو لومړی توپ‌اچونکی شو

دا خبر نورو سره شریک کړئ