د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت او د وطن ټولنیزو او تخنیکي خدمتونو موسسې ترمنځ د څه باندې ۶۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د همکارۍ یو تړون لاسلیک کړل شوی دی.
سرچینې ویلي، چې د دغه تړون له مخې به یاده موسسه دا پیسې د کابل، کاپیسا، پنجشېر، پروان، میدان وردک، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، بامیان، دایکنډي، هرات، فراه، بادغیس او غور ولایتونو کې د خوراکي توکو د وېش او د اړتیاوو د ارزونې په برخه کې په مصرف ورسوي، چې ترې به ۲۱۰ زره او ۱۱۴ راستنېدونکي، بې ځايه شوي او اړمن کسان برخمن شي.