Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

تېر کال لوګر کې ۳۱ نوي مخابراتي انتنونه فعال شوي.
۱۲ حمل ۱۴۰۵

تېر کال لوګر کې ۳۱ نوي مخابراتي انتنونه فعال شوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، تېر کال د لوګر په بېلابېلو سیمو کې د شاوخوا ۳۱ نوو انتنونو په فعالېدو سره د دغه ولایت نږدې ۹۰ سلنه سیمې تر مخابراتی پوښښ لاندې راغلې دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزي نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد مخابراتي انتنونه د مرکز په ګډون په ګڼو ولسوالیو، په ځانګړي ډول هغو سیمو کې چې هیڅ راز مخابراتي اسانتیاوې یې نه درلودې. فعال شوي دي.

د الکوزي د معلوماتو له مخې، اوس مهال د لوګر په بېلابېلو برخو کې نږدې ۱۰۷ مخابراتي انتنونه فعال دي چې اکثریت یې انټرنېټي او مکالماتي خدمات وړاندې کوي.

مطالب

تېر کال لوګر کې
۳۱ نوي مخابراتي انتنونه فعال شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ