Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

حامد کرزي اختریز پیغام کې د نجونو پر زده‌کړو ټینګار کړی.
۶ جوزا ۱۴۰۵

حامد کرزي اختریز پیغام کې د نجونو پر زده‌کړو ټینګار کړی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د اختر په مناسبت پيغام کې ټولو هېوادوالو ته د اختر مبارکي ورکړې او یو ځل بیا یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو د پیل غوښتنه کړې.

هغه دغه پیغام کې ویلي: «افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، زموږ هېواد ابادۍ او پرمختګ ته ضرورت لري، خو پرمختګ او هوسا ژوند ته هغه وخت رسیدلی شو چې متحد او تعلیم یافته ملت واوسو، ټول هېوادوال مو په خپل وطن کې د خوندیتوب احساس وکړي او په علم، فن او پوهې سمبال ځوانه پیاوړې بشري قوا ولرو.»

ښاغلي کرزي دغې موخې ته د رسېدو لپاره یو وار بیا هیله څرګنده کړې چې ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي او مېرمنو او روزل شویو کدرونو ته د کار او چارو کې د شمولیت زمینه برابره شي.

کرزي د وروستیو ورښتونو له امله د اوبو د زیاتوالي هرکلی کړی، خو سېلابونو کې له زیانمنو شویو کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې.

همدارنګه نوموړي له هغو کورنیو سره هم غمرازي ښودلې چې د پاکستان هوايي بریدونو کې زیانمنې شوي دي.

مطالب

حامد کرزي اختریز پیغام کې
د نجونو پر زده‌کړو ټینګار کړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ