Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پکتیا کې ۳۸ روغتیایي مرکزونه د غیرقانوني فعالیت او سرغړونو له امله تړل شوي.
۶ دلو ۱۴۰۴

پکتیا کې ۳۸ روغتیایي مرکزونه د غیرقانوني فعالیت او سرغړونو له امله تړل شوي.

 د پکتیا سیمه‌ییز مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې ۳۸ روغتیایي مرکزونه د قانوني جواز نه لرلو او له روغتیایي قوانینو د سرغړونې له امله تړل شوي دي.

د پکتیا ولایت مقام خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت د عامې روغتيا رياست د نظارت برخې مسوولینو له لوري په مرکز ګردېز، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې له خصوصي روغتیایي سکټور او د خوراکي توکو عمده او پرچون پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو.

خبرپاڼه کې راغلي، په پایله کې یې څلور سراپا کلينيکونه، ۱۸ کتنځایونه، نهه د غاښونو کلينيکونه، ۶ لابراتوارونه او یوه ایکسرې‌خونه د قانوني جوازونو نشتوالي او له روغتیایي قوانینو د سرغړونې له امله وتړل شول.

سرچینه زیاتوي د یاد نظارت په ترڅ کې ۱۵ قلمه له نېټې تېر درمل او ۸۲ قلمه خوراکي توکي چې شاوخوا ۲ ټنه کېږي راټول او د له منځه وړو په موخه مرکزي زېرمتون ته ولېږدول شول.

مطالب

پکتیا کې ۳۸ روغتیایي مرکزونه
د غیرقانوني فعالیت او سرغړونو له امله تړل شوي.

دا خبر نورو سره شریک کړئ