د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په تنګ درې او کڅوالو سپین جومات سیمو کې د سېلابونو د مخنیوي لپاره د استنادي دېوالونو د جوړولو د دوو پروژو عملي چارې د څه باندې ۲۳.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې.
د چارواکو په وینا، دغه پروژې به د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي، چې له بشپړېدو وروسته به یې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه، استوګنیز کورونه او عامه تاسیسات د سېلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.
د لوګر مرستیال والي مولوي انعامالله صلاحالدین ویلي، ازرې ولسوالۍ ته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له بودیجې څخه یو شمېر پراختیايي پروژې ځانګړې شوې دي.