Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې په ۱۳میلیونه افغانیو یو سړک او پل‌چکونه جوړېږي.
۶ حوت ۱۴۰۴

لوګر کې په ۱۳میلیونه افغانیو یو سړک او پل‌چکونه جوړېږي.

د پل‌علم ښاروالي مسوولان وایي، د ښار د هوني‌سفلی په سیمه کې د ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پراختیایي پروژې عملي چارې پیل شوې دي.

له پل‌علم ښاروالي څخه زینت راډیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې پروژه کې د درې کیلومتره سړک جوړول، د ۵۵۰ متره ویالې کیندنه او جوړول، د اووه متره سور سړک رغول او همدارنګه د ۱۵ پل‌چکونو جوړول شامل دي.

خبرپاڼه زیاتوي، یاده پروژه د ښاروالي د پراختیایي بودیجې له لارې تمویلېږي او ټاکل شوې چې چارې یې د قراردادي شرکت له لوري د راتلونکو دوو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د معلوماتو له مخې، د پروژې له کاري بهیر څخه د انجنیري ټیم له لوري پرله‌پسې تخنیکي څارنه کېږي، څو چارې د ټاکل شویو معیارونو سره سم او په لوړ کیفیت ترسره شي.

چارواکي وایي، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته بنسټیزې ټرانسپورټي اسانتیاوې برابرې شي او د تګ‌راتګ اړوند شته ستونزې به تر ډېره حل شي.

مطالب

لوګر کې په ۱۳میلیونه افغانیو
یو سړک او پل‌چکونه جوړېږي.

دا خبر نورو سره شریک کړئ