له ۱۹ کلنو د کمعمرو راتلونکي نړۍوال جام لپاره د افغانستان لوبډله اعلان شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ له ۱۹ کلنو کمعمره لوبډلو د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالیو لپاره د خپلې لوبډلې نوملړ اعلان کړ.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، په دغه نوملړ کې محبوب خان لوبډلمشر، غزیرالله خان، فیصل خان، عثمان خان، خالد احمدزی، عزیز میاخېل، عبدالغزیز خان، نظیفالله امیري، خاطر ستانکزی، نصرت نورستانی، واحدالله ځدراڼ، سلام خان، زیتالله شاهین، روحالله عرب او حفیظ ځدراڼ شامل دي.
سرچینې زیاته کړې، په دغه نوملړ کې اقیب خان، فهیم او عزت نور د احتیاطي لوبغاړو په توګه اخیستل شوي دي.
له ۱۹ کلنو د کمعمره لوبډلو د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالۍ د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۵مه د ۱۶ لوبډلو ترمنځ په زمبابوې او نمیبیا هېوادونو کې ترسره کېږي.
په دغو سیالیو کې افغان لوبډله د سوېلي افریقا، ويسټانډیز او تانزانیا له لوبډلو سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.
په یادو سیالیو کې به افغان لوبډله خپله لومړۍ لوبه د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۱۶مه له سوېلي افریقا سره ترسره کړي، دویمه لوبه به یې د جنورۍ په ۱۸مه له ويسټانډیز او درېیمه به یې د همدې میاشتې په ۲۱مه له تانزانیا سره وي.