Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کونړ؛ د نږدې ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت ۳ کرنیزې پروژې پلې شوې.
۱۸ ثور ۱۴۰۴

کونړ؛ د نږدې ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت ۳ کرنیزې پروژې پلې شوې.

د کونړ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې په وټه‌پور ولسوالۍ کې د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ د ۵.۹ میلیونه افغانیو په لګښت درې کرنیزې پروژې پلې شوې دي.

 د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي سرور د یادو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې په دغو پروژو کې یوه لویه د اوبو زېرمه، ویالې، سربند او د ۶۰۰ متره کانال د پاکولو چارې شاملې دي. 

 نوموړي زیاته کړه، چې دا پروژې د اوبو د تنظیم په برخه کې مهم رول لري او د کروندګرو د حاصلاتو په زیاتوالي کې به مرسته وکړي.

مطالب

کونړ؛ د نږدې ۶ میلیونه افغانیو
په ارزښت ۳ کرنیزې پروژې پلې شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ