Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د امریکا جګړې وزیر: که خبرې ناکامې شوې، پر ایران د برید چمتووالی لرو.
۱۰ جوزا ۱۴۰۵

د امریکا جګړې وزیر: که خبرې ناکامې شوې، پر ایران د برید چمتووالی لرو.

د امریکا د جګړې وزیر پیټ هیګسېت ویلي، که د ټرمپ اداره له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې هوکړې ته ورسېږي، نو دا به یوه ښه هوکړه وي.

هغه د سنګاپور د «شانګري-لا» امنیتي غونډې پرمهال وویل چې امریکا د اړتیا په صورت کې د ایران پر ضد د پوځي بریدونو د بیا پیلولو بشپړ چمتووالی او د وسلو کافي زېرمې لري.

هیګسېت زیاته کړه چې امریکا د ایران له کړکېچ سره سره د اسیا ـ ارام سمندر سیمې ته خپله پاملرنه نه ده کمه کړې او د دفاعي صنعت د پیاوړتیا لپاره د مهماتو تولید په چټکۍ سره زیاتوي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي، خو تر اوسه د کومې وروستۍ هوکړې اعلان نه دی شوی.

مطالب

د امریکا جګړې وزیر
که خبرې ناکامې شوې، پر ایران د برید چمتووالی لرو

دا خبر نورو سره شریک کړئ