Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د افغانستان ۲۰کلنو فوټبال لوبډله نن تاجیکستان سره لوبه کوي.
۲۵ ثور ۱۴۰۵

د افغانستان ۲۰کلنو فوټبال لوبډله نن تاجیکستان سره لوبه کوي.

د افغانستان د ۲۰ کلنو فوټبال لوبډله به نن جمعه د ۲۰۲۶کال د کافا جام سیالیو په خپله درېیمه لوبه کې د کوربه لوبډلې تاجکستان سره مخ شي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن مازدیګر ۴:۳۰ بجې د تاجیکستان په دوشنبه ښار کې ترسره شي.

د افغانستان ۲۰ کلنو فوټبال لوبډلې خپله لومړۍ لوبه ترکمنستان او دویمه اوزبیکستان ته بایللې ده.

د یادونې ده چې دغه سیالۍ د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د ثور په ۲۰ د منځنۍ اسیا هېوادونو د غوره لوبډلو په ګډون د دوشنبې ښار کې پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۳۰مې نېټې به دوام وکړي.

مطالب

د افغانستان ۲۰کلنو فوټبال لوبډله
نن تاجیکستان سره لوبه کوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ