Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

یوه ترکي کمپنۍ غواړي په افغانستان کې د برېښنا د تولید او ټوربینونو د ترمیم برخو کې پانګونه وکړي.
۹ دلو ۱۴۰۴

یوه ترکي کمپنۍ غواړي په افغانستان کې د برېښنا د تولید او ټوربینونو د ترمیم برخو کې پانګونه وکړي.

د یوې ترکي کمپنۍ مشر د برېښنا شرکت له عمومي اجرائیوي رییس سره په لیدنه کې ویلي چې غواړي په افغانستان کې د برېښنا د تولید، ټوربینونو د ترمیم، د عصري او لوړ ظرفیت‌لرونکو ټوربینونو نصبولو او د دې برخې د کارکوونکو وړتیاوو لوړونې برخو کې پانګونه وکړي.

د افغانستان برېښنا شرکت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار د ترکیې د برېښنايي تجهیزاتو کمپنۍ (Marbeyaz) له مسوول انجنیر ګونای کُسای سره د اوبو برېښنا (هایډرو پاور) په اړه د پانګونې، تجهیزاتو ترمیم، نوي کولو او عصري ټکنالوجۍ پر مټ د نوې‌کېدونکې انرژۍ د نوو سیسټمونو نصب په اړه خبرې وکړې.

ملا عبدالحق همکار ویلي، ډاډ یې ورکړی چې د برېښنا او برېښنايي تجهیزاتو تولید برخو کې د پانګونې لپاره هر ډول اسانتیاوې رامنځته شوې او ټول پانګه‌وال په اړوند برخو کې پانګونې کولای شي.

د یادې ترکي کمپني مشر ویلي چې غواړي په افغانستان کې له اوبو د برېښنا د تولید، د برېښنا د تولید د موجودو سرچینو د ټوربینونو رغونې او د لوړ ظرفیت نوو عصري ټوربینونو نصبولو او د تخنیکي کارکوونکو ظرفیت لوړونې برخو کې پانګونه وکړي.

د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، د ناستې په پای کې پر دې ټینګار وشو چې د یادې کمپنۍ د تخنیکي څانګو ترمنځ دې ګډې ناستې وشي او د هېواد په ولایتونو کې دې له اوبیزو سرچینو د برېښنا د تولید برخو کې تخنیکي ارزونې ترسره شي.

مطالب

یوه ترکي کمپنۍ غواړي په افغانستان کې
د برېښنا د تولید او ټوربینونو د ترمیم برخو کې پانګونه وکړي.

دا خبر نورو سره شریک کړئ