Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د ۶۰ زره څارویو د چینجیو ضد درملنې کمپاین پیل شو.
۲۵ سنبله ۱۴۰۵

لوګر کې د ۶۰ زره څارویو د چینجیو ضد درملنې کمپاین پیل شو.


لوګر: د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت، د هالنډ کمېټې (DCA) په مالي ملاتړ، د دغه ولایت د ۶۰ زره څارویو لپاره د داخلي پرازیتونو او چینجیو پر وړاندې د درملنې کمپاین پیل کړی دی.

د مسؤولینو په وینا، د دې کمپاین په ترڅ کې به د لوګر په مرکز او ولسوالیو کې زرګونو څارویو ته د چینجیو او داخلي پرازیتونو ضد درمل ورکړل شي، څو د څارویو روغتیا خوندي او د مالدارۍ د محصولاتو کچه لوړه شي.

د کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤولین له مالدارانو غواړي، چې د خپلو څارویو د روغتیا د ساتنې لپاره د وترنري روغتیايي کارکوونکو لارښوونې عملي کړي او د وقایوي درملنې په پروګرامونو کې فعاله ونډه واخلي.

مسؤولین وایي، د ورته روغتیايي پروګرامونو پلي کول د څارویو د ناروغیو د مخنیوي، د مالدارانو د اقتصادي زیانونو د کمولو او د مالدارۍ د سکټور د پیاوړتیا لپاره مهم دي.

مطالب

لوګر کې د ۶۰ زره څارویو
د چینجیو ضد درملنې کمپاین پیل شو.

دا خبر نورو سره شریک کړئ