Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د یحیی خېلو سربند د جوړولو چارې پیل شوې.
۳۰ سرطان ۱۴۰۴

لوګر کې د یحیی خېلو سربند د جوړولو چارې پیل شوې.

د لوګر ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د بره کي برک ولسوالۍ په يحيی خېلو سیمه کې د یحیی خېلو سربند د جوړولو چارې پیل شوې دي. 

د یاد ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې دغه سربند د ٤١ متره په اوږدوالي د FAO موسسې په مالي ملاتړ د ۶ میلیونه ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت  جوړېږي، چې چارې به یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي. 

د سرچینې په خبره دا سربند به د سیمې شاوخوا دوه زره جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه کړي. د یادونې وړ ده، چې د دې سربند د جوړېدو په بهیر کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

مطالب

لوګر کې د یحیی خېلو سربند
د جوړولو چارې پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ