Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر مرستیال والي: مخابراتي شبکې دې خپل خدمات لرو پرتو سیمو ته وغځوي.
۲۷ سنبله ۱۴۰۴

لوګر مرستیال والي: مخابراتي شبکې دې خپل خدمات لرو پرتو سیمو ته وغځوي.

لوګر ولایت مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرورو پل علم ښار کې د مخابراتي او انټرنېټې خدماتو دوه نویو سایټونو پرانېست غونډې ته وویل، مخابراتي شبکې دې خپل خدمات د لوګر ولایت لرو پرتو سیمو ته وغځوي.

دین پرور وویل، که څه هم د پخوا په پرتله مخابراتي او انټرنېټې خدمات په دغه ولایت کې پياوړې شوي دي، خو لاهم اړتیا ده چې مخابراتي شبکې خپل فعالیتونه د لوګر ولایت لرو پرتو ولسوالیو او کلیو ته وغځوي.

د هغه په خبره، مخابراتي او انټرنېټې خدمات د ولس لپاره اړتیا ده او مخابراتي شبکې دې د ولس دغه اړتیا بشپړه کړي.

بلخوا د لوګر ولایت د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ ریاست رئيس مولوي مطیع الله عابد وویل، د تېرو څلورو کالونو په ترڅ کې د مرکز پل علم په ګډون په لرو پرتو ولسوالیو کې لسګونه د مخابراتي او انټرنېټې خدماتو نوي سایټونه پرانېستل شوي دي او زرګونه کورنۍ له مخابراتي او انټرنېټې خدماتو برخمنې شوې دي.

عابد وویل، د لوګر ولایت ډيری سیمې اوس مهال له مخابراتي او انټرنېټې خدماتو برخمن دي او همدا نن ورځ هم د اټوما مخابراتي شبکې دوه نوي سایټونه په مرکز پل علم کې پرانېستل شول او د ۱۳ سایټونو انټرنېټ ۴ جي ته لوړ شو.

مطالب

لوګر مرستیال والي: مخابراتي شبکې دې
خپل خدمات لرو پرتو سیمو ته وغځوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ