دغه مرستې، د لوګر د پېښو پروړاندې د مبارزې ریاست له لوري پر هغو کورنیو ووېشل شوې، چې له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
له طبیعي پيښو سره د مبارزې رئیس، قاري نورالله محمود ویلي؛ یادومرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه غنم، ۵۰ کیلو وریجې، دوه تختې کمپلې، یوه روغتیایي بسته او ځینې نور اړین ملحقات شامل دي.
ورته مهال له پاکستان څخه راغلي هیوادوال وایي، چې د کور ډېری وسایل یې ګاونډ هېواد کې پاتې دي، دوی له نورو بنسټونو هم د ورته مرستو د وېشلو غوښتنه کوي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د یاد ریاست له لوري، ۲۲ نورو زیانمنو کورنیو سره ورته مرستې شوې دي.