افغانستان نن شپه بنګلهدېش سره درېیمه شلاوریزه لوبه کوي.
د افغانستان او بنګلهدېش کرکټ لوبډلې نن یکشنبه خپله درېیمه او وروستۍ شلاوریزه لوبه ترسره کوي.
دغه لوبه د ماښام په ۷ بجو د متحده عربي امارتو په شارجې کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.
بنګلهدېش له دریو شلاوریزو لوبو لومړۍ او دویمه له افغانستان څخه ګټلي چې ورسره د افغان کرکټ لوبډلې په کمزورو او خرابو لوبو کولو د افغانانو نیوکې هم ډېرې شوي.
د افغانستان او بنګلهدېش لوبډلې به له شلاوریزو لوبو وروسته ۳ یو ورځنۍ لوبې هم وکړي.
ویل شوي چې بنګلهدېش سره کېدونکې لوبې د نړیوال جام لپاره د چمتووالي برخه ده.
د یادونې ده چې د افغانستان کرکټ لوبډله به روانه اوکټوبر میاشت کې زیمبابوې سره هم ٣شلاوریزې او یوه ټسټ لوبه ولري.
د دواړو لوبډلو ترمنځ یوازېنۍ ټېسټ سیالي به د اکټوبر په شلمه نېټه پیل شي چې ورپسې به د همدې میاشتې په ۲۹مه، ۳۱مه او د راتلونکې نومبر میاشتې په دویمه نېټه درې شل اوریزې سیالۍ ترسره شي.