Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې ولسي وګړو له پوهنې ریاست سره د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت مرستې کړې.
۲۵ حوت ۱۴۰۴

لوګر کې ولسي وګړو له پوهنې ریاست سره د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت مرستې کړې.

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسؤولین وایي، د دغه ولایت په مرکز پل علم او ولسوالیو کې د روان کال په ترڅ کې ولسي وګړو د پوهنې بهیر د پیاوړتیا او شته ستونزو د حل لپاره شاوخوا ۲۵ میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.

د لوګر د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسؤول شاه‌پور عرب زینت راډيو ته وویل، یادې مرستې د پوهنې ریاست او د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمریتونو سره په همغږۍ د سیمې د علم‌دوستو خلکو له لوري په خپله خوښه ترسره شوې دي.

د نوموړي په وینا، دغه مرستې د پوهنې بهیر د لا پرمختګ او د تعلیمي ستونزو د هواري په برخه کې مهم رول لري.

عرب زیاته کړه، د دغو مرستو له لارې دیني مدرسو او ښوونځیو ته د ودانیو د جوړېدو لپاره ځمکې ځانګړې شوې او په یو شمېر سیمو کې ورته معیاري او پخې ودانۍ او اړین ملحقات هم جوړ شوي دي.

هغه وویل، د یادو مرستو په مټ د لمریزې برېښنا سیستمونه فعال شوي، د پاکو اوبو منظم سیستمونه جوړ شوي، اړین تدریسي او تخنیکي وسایل پېرل شوي او یو شمېر نور ضروري رغنیز کارونه هم ترسره شوي دي.

د لوګر د پوهنې مسؤولین وایي، د خلکو دا ډول همکاري د پوهنې بهیر د پیاوړتیا او زده‌کوونکو ته د مناسب تعلیمي چاپېریال د برابرولو په برخه کې خورا مهمه ده.

مطالب

لوګر کې ولسي وګړو
له پوهنې ریاست سره
د ۲۵ میلیونه افغانیو
په ارزښت مرستې کړې

دا خبر نورو سره شریک کړئ