لوګر کې د کډوالو په ښارګوټي کې د څښاک پاکو اوبو رسولو شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د لوګر مرکز پلعلم ښار اړوند د کډوالو په ښارګوټي کې د څښاک پاکو اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د لوګر د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د معلوماتو له مخې، په دې پروژه کې درې ژورې څاهګانې کیندل شوې او د اوبو د پمپ کولو لپاره د لمریزې برېښنا سیستم هم جوړ شوی دی.
د یاد ریاست په وینا، له دې شبکې څخه به شاوخوا زر کورنۍ د څښاک پاکو اوبو له اسانتیاوو برخمنې شي.
د سیمې اوسېدونکو د پروژې له پلي کېدو هرکلی کړی، خو وایي چې لا هم یو شمېر کورنۍ پاکو اوبو ته اسانه لاسرسی نه لري او د ورته پروژو د پراختیا غوښتنه کوي.