Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پکتيکا کې د ولس له لوري د ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې.
۲۱ ثور ۱۴۰۵

پکتيکا کې د ولس له لوري د ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې.

پکتيکا کې د يو ښوونځي لپاره د خلکو په شخصي لګښت د ودانۍ جوړېدو چارې پيل شوې.

د پکتيکا ولايت مقام یوه خبرپاڼه کې ویلي، په چهاربران ولسوالۍ کې د شهيد احمدزي متوسطه ښوونځي لپاره د سيمې خلکو لخوا د ودانۍ جوړېدو چارې پيل شوې.

خبرپاڼه زياتوي چې ياده ودانۍ په خامه ډول جوړيږي چې شپږ خونې به ولري.

خبرپاڼه کې د پکتیکا د پوهنې رییس مولوي عبدالوکیل خالد په خبره ويل شوي چې د شهید احمدزي متوسطه ښوونځي لپاره د ودانۍ له بشپړېدو سره به، زده‌کوونکي په لا ښه شرایطو کې زده‌کړې وکړي.

د یادونې ده چې تر وړاندې هم یو شمېر نورو ولایتونو کې د ولس له لوري په شخصي لګښت ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوي دي.

مطالب

پکتيکا کې د ولس له لوري
د ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ