Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

په ګلګت بلتستان کې درې پاکستاني پولیس وژل شوي.
۲۵ حمل ۱۴۰۵

په ګلګت بلتستان کې درې پاکستاني پولیس وژل شوي.

د راپورونو له مخې، په ګلګت بلتستان کې د وسله‌والو برید کې درې پاکستاني پولیس وژل شوي او د یوه افسر د مرستیال په ګډون پنځه نور ټپیان دي.

ډان ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې پولیس تېره ورځ د کوکنارو د له منځه وړو په موخه د ګلګت بلتستان ډایمر سیمې ته تللي وو چې د راستنېدو پر مهال پرې وسله‌والو برید کړی دی.

سرچینې لیکلي، په دغه برید کې درې پولیس وژل شوي او د یوه سیمه‌ییزو افسر د مرستیال په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې له برید وروسته د وسله‌والو او پولیسو ترمنځ څو ساعته نښته هم شوې ده.

د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، هر کال په دې سیمه کې کوکنار کرل کېږي او پولیس یې د له منځه وړو لپاره عملیات ترسره کوي.

مطالب

په ګلګت بلتستان کې
درې پاکستاني پولیس وژل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ

په ګلګت بلتستان کې درې پاکستاني پولیس وژل شوي.