Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

۲۱ ولایتونو کې د سختو اورښتونو اټکل شوی.
۳۱ ثور ۱۴۰۵

۲۱ ولایتونو کې د سختو اورښتونو اټکل شوی.

د هېواد د هواپېژندنې ریاست خبرداری ورکړی چې نن پنجشبنه، غويي ۳۱مه، د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې، برښنا او تېزو بادونو اټکل کړی دی.

د یاد ریاست د خبرتیا له مخې، دغه اټکل په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، پنجشېر، پروان، کاپیسا، لغمان، نورستان، کونړ، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، میدان‌وردګ او بامیان ولایتونو کې شوی دی.

د هواپېژندنې ریاست ویلي چې د باران اندازه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۳۵ میلي ‌مترو پورې وي.

همداراز، په مرکزي او سوېل ختیځو ولایتونو کې له دوړو سره د سختو بادونو د چلېدو احتمال هم شته چې سرعت یې له ۵۰ تر ۹۵ کیلومترو په ساعت پورې رسېدای شي.

چارواکو له خلکو غوښتي چې د سېلابونو، تېزو بادونو او نورو احتمالي خطرونو پرمهال احتیاطي تدابیر مراعت کړي.

مطالب

۲۱ ولایتونو کې
د سختو اورښتونو اټکل شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ