د لوګر او بامیان ولایتونو د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ روغه وشوه.
د لوګر سیمهییز چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د قومي مشرانو او سیمهییزو چارواکو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ روغه وشوه.
دغه دښمني د روان ۱۴۰۴ هجري لمریز کال په وري میاشت کې د ځمکې پر سر د یوې حقوقي شخړې په ترڅ کې رامنځته شوې وه چې په ترڅ کې یې د لوګر ولایت یو اوسېدونکی وژل شوی او د بامیانو ولایت یو کس سخت ټپي شوی و.
په پلعلم کې په دې اړه غونډه جوړه شوې وه چې پهکې یو شمېر لوړپوړو مسوولینو، د لوګر او بامیانو ولایتونو والیانو، علماوو او قومي مشرانو ګډون کړی و.
د لوګر والي مولوي صلاحالدین ایوبي په یاده غونډه کې وویل، د لوګر ولایت مقام په کوربهتوب د کابل، بامیان، پکتیا او پکتیکا ولایتونو لسګونه قومي مشران او مسوولین د دې لپاره راټول شوي څو د لوګر او بامیانو ولایتونو د دوو کورنیو ترمنځ د تېر کال راپورته شوې یوه دښمني په دوستۍ بدله کړي.
ایوبي دغه راز د لوګر له اوسېدونکو، په ځانګړې توګه د مقتول له کورنۍ مننه وکړه چې د بامیان ولایت هغې کورنۍ ته یې بښنه وکړه، کومې چې د ځمکې پر سر د یوې حقوقي شخړې په ترڅ کې یو کس وژلی و.
بلخوا، د لوګر یوه قومي مشر حاجي سالیم جان نعیمزوی وویل، د کورنیو او قومي شخړو په حل کې د علماوو او قومي مشرانو ونډه ډېره اغېزناکه ده.
هغه زیاته کړه، د لوګر او بامیان ولایتونو د دوو کورنیو ترمنځ شخړه هم د اسلامي امارت د مسوولینو او یادو ولایتونو د قومي مشرانو په هلو ځلو سره پای ته ورسېده.
د غونډې په پای کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال، د بامیان والي، د پکتیا او پکتیکا مرستیال والیانو، قومي مشرانو او علماوو د خپلو خبرو په ترڅ کې خوښي څرګنده کړه چې د بامیان او لوګر ولایتونو د دوو کورنیو ترمنځ د تېر کال دښمني په سولهییزه توګه هواره شوه.