کندهار کې په ۷.۵ میلیونه افغانیو درې چکډېمونه جوړ شول.
د کندهار د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۷.۵ میلیونه افغانیو په لګښت درې چکډېمونه جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوي دي.
دغه چکډېمونه د کرنې او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې په مرسته، د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې او د طبعي سرچینو آمریت په تخنیکي همکاري جوړ شوي دي.
د طبیعي سرچینو امریت انجینیر نورمحمد همکار وویل: «د یادو درېوو چکډیمونو څخه یو په ښکته میوند (غونچه کاریز) کې د ۲.۱ میلیونه، بل په غورک ولسوالۍ (صورت خان کاریز) کې د ۲.۶ میلیونه، او درېیم په لوړ شاولیکوټ ولسوالۍ (چستو سیمه) کې د ۲.۹ میلیونه افغانۍ په ارزښت یو کال وړاندې جوړ شوی و. اوس د یو کلني څار او کتنې وروسته د ګټي اخیستنې لپاره وسپارل شول.»
د یادو چکډېمونو د جوړولو موخه د وچکالي پر وړاندې مبارزه، د سیلابونو او زیانونو مخنیوی، د ځمکې لاندې اوبو سطحې لوړول، د څښاک او کرنیزو ځمکو لپاره اوبو برابرول او د بزګرانو او مالدارانو ملاتړ دی.