Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غزه کې د اسرائیل په تازه بریدونو کې لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.
۱۰ اسد ۱۴۰۴

غزه کې د اسرائیل په تازه بریدونو کې لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

 د راپورونو له مخې، د غزې تړانګې په بېلابېلو سیمو کې د اسرائیل د تازه بریدونو له امله لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

الجزیرې راپور ورکړی چې نن (جمعه) سهار وختي اسرائیلي ځواکونو پر هغو فلسطینیانو ډزې کړې چې د خان‌یونس په سوېل کې مورګ دهلېز ته نږدې د بشري مرستو ترلاسه کولو په تمه وو.

په راپور کې راغلي چې په یادو ډزو کې دوه کسان وژل شوي او څه باندې ۷۰ نور ټپيان دي.

سرچینې لیکلي چې د اسرائیل بې‌پیلوټه الوتکو له لوري د غزې د سوېل په المواسي سیمه کې د بې‌ځایه شوو کسانو پر خېمو د ډزو له امله څلور کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. دغه‌راز د غزې د مرکز اړوند دیرالبلح ښار کې پر یوه موټر د اسرائیل د بې‌پیلوټه الوتکې برید کې څلور کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

سرچینه دغه‌راز زیاتوي چې د غزې ښار لوېدیځ ته په جوازات سیمه کې د اسرائیل هوايي بمبار له امله څو بې‌ځایه شوي فلسطینیان ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې خپلواکو سرچینو او د بشري حقونو بنسټونو یو ځل بیا د ملکیانو په ځانګړې توګه د ماشومانو او ښځو د مرګ‌ژوبلې له ډېرېدو خبرداری ورکړی او د تاوتریخوالي د ژر تر ژره درېدو غوښتنه یې کړې ده.

مطالب

غزه کې د اسرائیل په تازه بریدونو کې
لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

دا خبر نورو سره شریک کړئ