Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رئیس: د رسنیو ملاتړ او فرهنګي فعالیتونو پراختیا ته ژمن یو .
۲۲ ثور ۱۴۰۵

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رئیس: د رسنیو ملاتړ او فرهنګي فعالیتونو پراختیا ته ژمن یو .

د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره نوی رئیس، قاضي ثواب جان اسلام‌یار، د یوې غونډې په ترڅ کې معرفي او په کار یې پیل وکړ.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت یو شمیر ریسانو، لوګر او پکتیا ولایت سیمه ییزو چارواکو، فرهنګیانو او ژورنالیستانو ګډون کړی وو.

د لوګر ولایت مقام د دفتر رئیس، مولوي زین الله زیدان، د پخواني رئیس مولوي فیض الله جوهري له کړنو مننه وکړه او نوي ټاکل شوي رئیس ته یې د ولایتي ادارې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

نوموړي د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلیتونه د ټولنې د ارزښتونو د ساتنې په برخه کې مهم وبلل.

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست نوي رئیس، قاضي ثواب جان اسلام‌یار، وویل چې د رسنیو ملاتړ، د فرهنګي فعالیتونو پراختیا او د جهادي ارزښتونو ساتنه به یې له مهمو کاري لومړیتوبونو څخه وي. نوموړي ژمنه وکړه، چې ورسپارل شوی مسؤلیت به په پوره اخلاص او هڅو ترسره کړي.

بلخوا، د لوګر د اطلاعاتو او کلتور پخواني رئیس، مولوي فیض الله جوهري، د خپلې دندې پر مهال د ولایتي ادارې، رسنیو، فرهنګیانو او ولسونو له ملاتړ مننه وکړه او ویې ویل، چې په نوي ورسپارل شوي مسؤلیت کې به هم خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په وړاندیز او د ریاست الوزراء د حکم له مخې، قاضي ثواب جان اسلام‌یار د لوګر او مولوي فیض الله جوهري د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو د رئیسانو په توګه ټاکل شوي دي.

مطالب

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رئیس
د رسنیو ملاتړ او فرهنګي فعالیتونو پراختیا ته ژمن یو

دا خبر نورو سره شریک کړئ