Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

هند افغانستان ته د توبرکلوز ۱۳ ټُنه واکسین رالېږلی.
۲۵ حمل ۱۴۰۵

هند افغانستان ته د توبرکلوز ۱۳ ټُنه واکسین رالېږلی.

د هند حکومت اعلان کړی چې افغانستان ته یې د توبرکلوز (سل) ناروغۍ مخنیوي لپاره ۱۳ ټنه واکسین لېږلی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندیر جېسوال، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه مرسته د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ته سپارل شوې ده.

د هغه په وینا، دا واکسینونه به د ماشومانو د واکسین پروګرام پیاوړی کړي او د توبرکلوز ناروغۍ پر وړاندې به د مبارزې هڅې زیاتې کړي.

هند تېرکال هم څو ځله افغانستان ته روغتیايي مرستې برابرې کړې دي.

بل‌خوا د عامې روغتیا وزیر، نورجلال جلالي، هند ته د سفر پرمهال له دې هېواد څخه د افغانستان د روغتیا سکتور د پیاوړتیا لپاره د لازیاتو همکاریو غوښتنه کړې وه.

مطالب

هند افغانستان ته
د توبرکلوز ۱۳ ټُنه واکسین رالېږلی.

دا خبر نورو سره شریک کړئ