Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د لوګر نایب‌امين‌الله خان روغتون کې د باکتریالوژي څانګه پرانیستل شوه.
۱۹ قوس ۱۴۰۴

د لوګر نایب‌امين‌الله خان روغتون کې د باکتریالوژي څانګه پرانیستل شوه.



د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي، د لومړي ځل لپاره د لوګر نایب‌امین‌الله خان ۳۰۰ بستریز روغتون کې د شاوخوا ۶۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت د باکتریالوژۍ څانګه پرانیستل شوه.

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رئیس ډاکټر وحدت الکوزي نن (چهارشنبه، قوس ۱۹) په دې اړه غونډې ته وویل، د دغه وزارت د مشرتابه د لارښوونې له مخې به د لوګر روغتیا برخه کې مثبت بدلون راشي.

هغه وویل، د نایب‌امین‌الله خان ۳۰۰ بستریز روغتون کې د باکتریالوژۍ څانګې فعالېدو ترڅنګ به ډير ژر تخصصي برخه هم فعاله شي او د ولسوالیو په کچه به لوی معیاري روغتونونه جوړ شي.

د لوګر د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمد زرک ځیرک وویل: «زموږ موخه د صحت برخه کې د خلکو خدمت دی، پوره هڅه کوو چې کنجک روغتون کې د لوګر په ګډون میدان‌وردګ، کابل سوېل ختیځ زون اوسېدونکو ته معیاري خدمات وړاندې کړو.»

د هغه په وینا، نایب‌امین‌الله خان روغتون ته په بېلابېلو برخو کې د ۳۰۰ زره ډالرو په ارزښت وسايل او تجهزات پېرل شوي چې له دې جملې څخه يې د بکتريالوژي څانګه نن پرانیستل شوه.

مطالب

د لوګر نایب‌امين‌الله خان روغتون کې
د باکتریالوژي څانګه پرانیستل شوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ