Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې له ۱۳۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
۱۳ قوس ۱۴۰۴

لوګر کې له ۱۳۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې، د سوېل ختیځ زون اړوند د لوګر سرې میاشتې ریاست له لوري، دغه ولایت ته له را ستانه شوو ۱۳۰۰ کډوالو کورنیو سره د ۱۹،۵ میلونه افغانیو په ارزښت نغدي مرستې ترسره شوې.

یادې مرستې د لوګر مرکز پل علم، محمدآغې، خوښۍ او برکي برک ولسوالیو په هغو کورنیو ووېشل شوې؛ کوم چې تازه له پاکستان او ایران هیوادونو څخه را ستنې شوې دي.

د سوېل ختیځ زون د رئیس مولوي سیدمنهاج الدین «هاشمي» او د لوګر سرې میاشتې د رئیس مولوي سیدهاشم «سادات» په وینا، راستنو شوو کډوالو ته یادې مرستې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په مالي ملاتړ چمتو شوې وې، چې هرې کورنۍ ته ۱۵۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

مسوولین وایي، یادې مرستې د بشري خواخوږۍ او بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه شوي، چې په دې نغدي مرسته به یادې کورنۍ وکولی شي څو د ژمي لپاره د اړتیا وړ خوراکي، غیرخوراکي او سون توکي وپېري.

مطالب

لوګر کې له ۱۳۰۰ راستنو شوو کډوالو
کورنیو سره نغدي مرستې وشوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ