تېره اونۍ ۲۸۷ افغانان چې په عراق او پاکستان کې بنديان وو، د بند مودې له پای ته رسېدو وروسته هېواد ته راستانه شول.
د نیمروز د ورېښمو پله، د کندهار د سپین بولدک او د ننګرهار د تورخم د کډوالو د لېږد امریتونو د مالوماتو له مخې، دغه کسان د اړینو اداري پړاوونو تر بشپړولو او د بشري مرستو تر ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي مېنو ته ولېږدول شول.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ رییس تر دې وړاندې ویلي و، چې په تېر یوه کال کې شاوخوا لس زره افغان بنديان، چې ډېری یې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله په پاکستان او ایران کې نیول شوي وو، خوشې او هېواد ته ستانه شوي دي.