لوګر کې ۴۰زره څارویو ته د طاعون ناروغۍ ضد واکسین کمپاین پيل شو.
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) له لوري ۴۰زره څارویو ته د طاعون ناروغۍ ضد واکسین د عملي کېدو پروګرام پیل شوی دی.
د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسؤل قاري عبدالبصیر شاهد زینت راډیو ته وویل، دغه واکسین به په یوه میاشت کې د لوګر په مرکز پلعلم او شپږ ولسوالیو کې د کرنې او مالدارۍ ریاست د وېترنرانو له لوري وړو څارویو ته عملي شي.
نوموړي زیاته کړه، له دغه واکسین څخه یې موخه واړه څاروي د طاعون ناروغۍ څخه ژغورل او د مالدارانو دوامداره ملاتړ دی.
شاهد له مالدارانو وغوښتل چې د کرنې او مالدارۍ ریاست له روغتیایي کارکوونکو سره د طاعون ضد ناروغیو واکسین عملي کېدو کې مرسته وکړي.
بلخوا د لوګر یوه مالدار عبداالله زینت راډیو ته وویل، خوښ دی چې د کرنې او مالدارۍ ریاست له لوري وړو څارویو ته د طاعون ضد ناروغۍ واکسین ورکول کېږي.
نوموړي زیاته کړه، هرکال لوګر کې د یادې ناروغۍ له امله د ځايي اوسېدونکو او کوچیانو سلګونه څاروي لهمنځه شي.
طاعون ناروغي د لومړي ځل لپاره په ۱۹۴۲ میلادي کال کې په افريقا کې وليدل شوه او اوس په افريقا، هند، منځني ختيځ او د افغانستان په ګډون يو شمېر نورو سيمو کې هم ليدل کېږي چې څارويو ته زيان اړوي.