Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پنجشیر کې یو کس په خپل شخصي لګښت په ۳۵زره ډالرو یو کلینیک جوړوي.
۵ سنبله ۱۴۰۴

پنجشیر کې یو کس په خپل شخصي لګښت په ۳۵زره ډالرو یو کلینیک جوړوي.



 د پنجشېر د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي چې د دغه ولایت د حصه‌ اول ولسوالي  یو اوسېدونکی په خپل شخصي لګښت په ۳۵زره ډالرو د خلکو د روغتیا لپاره یو کلینیک جوړوي.

د پنجشېر د عامې روغتیا رییس حجت‌الله محمد نن چهارشنبه، (وږي پنځمه) وویل چې دغه کس حاجي سیدمحمود نومېږي او د جرویش کلي اوسېدونکی دی. نوموړي د ۳۵زره امریکایي ډالرو په ارزښت خپله شخصي شتمني د دې روغتیايي مرکز د جوړېدو لپاره ځانګړې کړې ده.

محمدي زیاته کړه، که څه هم د کلینیک د جوړېدو په اړه بشپړ تخنیکي جزئیات تراوسه نه‌دي ورکړل شوي، خو دا مرکز به پر هغه ځمکه جوړ شي چې د کلي اوسېدونکو مخکې له مخکې ځانګړې کړې ده.

د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس زیاته کړه چې د یاد کس دغه اقدام د درناوي وړ دی او د دې ریاست یو پلاوی د حاجي سیدمحمود له استازي او د کلي له یوشمېر اوسېدونکو سره لیدلي دي.

هغه د حاجي سید محمود دغه خیریه ګام وستایه او پر نورو شتمنو یې هم غږ وکړ چې د ټولنې د خدمت او خیر ښېګړڼې کارونو ته مخه کړي.

مطالب

پنجشیر کې یو کس په خپل شخصي لګښت
په ۳۵زره ډالرو یو کلینیک جوړوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ